امير خان متقي د WFP له نوي مشر سره د انکشافي همکاریو پر پراخولو خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له نوي استازي ښاغلي جان آیلیف سره کتلي او نوموړي د افغانستان له ولس سره د یاد سازمان د مرستو مننې کړې او زياته یې کړه چې د بشري مرستو ترڅنګ دې انکشافي پروژو ته هم پراخه توجه وشي، ځکه چې اوس په هېواد کې د پروژو د تطبیق لپاره غوره فرصتونه برابر شوي دي.

ښاغلي جان آیلیف په افغانستان کې د رامنځ ته شوي سرتاسري امنيت څخه خوښي وښوده او دا یې د یاد سازمان د فعاليتونو د لا ښه ترسره کېدو په برخه کي ګټور وګڼل، نوموړي د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسلامي امارت له لورې وړاندې کېدونکي خدمات او مرستې له توقع پورته او د ستايلو وړ وبللې، او ډاډ یې ورکړ چې WFP به په دې برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي.

دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د بشري او انکشافي مرستو د مؤثر تطبیق لپاره به ګډ کار ته دوام ورکړي.

ښاغلي آیلیف وویل، دوی به له نړیوالو مرسته کوونکو سره خبرې وکړي څو له افغانانو سره د مرستو بهیر لا پیاوړی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button