کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ويلي په (۱۴۰۴/۵/۴ هـ ل) نېټه د شنبې په ورځ هېواد ته له بېلابېلو پولو ۱۱۴۰ کورنۍ چې ټولو کسانو شمېر۷۳۶۸ تنه و، هېواد ته راستانه شوې دي. دغه مهاجرین د اسلامقلعه، ورېښمو، سپین بولدک، تورخم او نورو لارو له لارې داخل شوي دي.
راپور زیاتوي، له دغو کورنیو څخه ۴۴۰ کورنۍ (۲۲۰۰ تنه) خوندي خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي او ۱۰۶۳ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې ټولیز ارزښت یې میلیونونو افغانیو ته رسېږي.
همداراز، د خدماتو کمېټو له خوا د روغتیا، مخابراتو، پوهاوي او تغذیې په برخه کې بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ويلي، یوازې په کابل کې ۳۵۳ کورنۍ (۱۷۱۲ تنه) د هېواد شمال او جنوب ختیځو ولایتونو ته لېږدول شوې دي، چې یادو کورنیو ته له یو میلیون زیاتې افغانۍ کرایه ورکړل شوې. او دغو مهاجرينو ته ۳۳۸ وړیا سیمکارتونه هم توزیع شوي دي.


















