کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په تازه ټلېفوني خبرو کې ټینګار کړی، چې تهران د فشار، ګواښ او محاصرې تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني.
د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ د پزشکیان په حواله ویلي، چې د امریکا له لوري د «دښمنانه اقداماتو» تر درېدلو پرته د باور بیا رغونه او د خبرو پرمختګ ناشونی دی.
نوموړي زیاته کړې، تر هغو چې عملي فشارونه، په ځانګړي ډول سمندري کلابندۍ، پای ته ونه رسېږي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدل به له جدي ستونزو سره مخ وي.
د راپور له مخې، دواړو لوریو د سیمې وروستي سیاسي او میداني بدلونونه، د اوربند ټینګښت او په اسلاماباد کې د دیپلوماټیکو هڅو بهیر هم ارزولی دی.
په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” ډاډ ورکړی، چې پاکستان به د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د اسانتیا لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي، څو یوه «با عزته او پایداره» پایله ترلاسه شي.
ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم د امریکا له لوري د فشارونو او ګواښونو له امله له واشنګټن سره پلان شوې خبرې رد کړې وې.


















