کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د پاکستان له پلازمینې اسلاماباد څخه د عمان پلازمېنې مسقط ته رسیدلی دی.
مهر خبري اژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې “عراقچي به له عمان څخه بېرته پاکستان ته ځي او وروسته به مسکو ته ولاړ شي.
راپور زیاتوي چې د عراقچي مل پلاوی دا مهال تهران ته ستون شوی، خو تمه ده چې د هغه له بیا ورتګ سره به یو ځل بیا په اسلاماباد کې ورسره یوځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران له لوري له امریکا سره د مستقیمو خبرو تر رد کېدو وروسته، ولسمشر “ټرمپ” هم اسلام آباد ته د امریکايي پلاوي سفر لغوه کړی دی.


















