کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې نړیوالې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره لیدنه کې د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري اړیکې تاریخي بللي او ټینګار یې کړی چې د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې به له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې شي.
نوموړي د ورزشکارانو لپاره د ویزو او نورو اسانتیاوو رامنځته کولو هڅه کیږي او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دودیزو لوبو په برخه کې پرمختګ شوی دی.
بل لور ته، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د افغانانو د تنظیم او مېلمه پالنې ستاینه کړې او د ګډو همکاریو ژمنه یې کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې نړیواله جشنواره د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې پیل شوې وه چې له ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ايران او ترکيې هيوادونو څخه پکې ۶۰ بهرنیو او ۱۰۰ داخلي ورزشکارانو ګډون کړی و.


















