مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ټولټال ۷۷۲ کورنۍ چې ۴۲۲۹ تنه کېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي.

د معلوماتو پر بنسټ، له دې ډلې ۷۴۹ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي او د ټرانسپورټ په برخه کې ورته څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده او همدارنګه، ۶۷۷ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او سلګونه راستنېدونکي د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو اسانتیاوو څخه برخمن شوي دي.

راپور زیاتوي چې د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټو له لوري راستنېدونکو ته روغتیايي درملنه، خوراکي توکي او ۷۸۶ سیمکارتونه وېشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button