د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په مسکو کې د یوې ناستې پر مهال د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي.

د ناستې ګډونوالو یو ځل بیا د یوه خپلواک، بې‌طرفه او سوله‌ییز افغانستان په اړه خپل ملاتړ څرګند کړ؛ داسې یو هېواد چې له ترهګریزو ګواښونو، جګړې او نشه‌یي توکو څخه پاک وي.

د شانګهای همکاریو سازمان غړو ټینګار کړی، چې یو باثباته افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.

د ویلو ده، چې د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱م کال کې تاسیس شوی، چې غړي هېوادونه یې روسیه، چین، د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه، هند، پاکستان، ایران او بیلاروس دي.

مربوطه مطالب

Back to top button