کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان برښنا شرکت رهبرۍ پلاوي روسیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد له یو شمېر مهمو تولیدي او تخنیکي کمپنیو له استازو سره لیدنې کړې دي.
په دې لیدنو کې روسي شرکتونو ته بلنه ورکړل شوې چې افغانستان ته راشي او د برېښنا سکتور کې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي.
د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د تفاهم پر بنسټ هوکړه کړې چې روسي معتبرې کمپنۍ به د برېښنایي شبکو پراختیا، تخنیکي روزنې او د انرژۍ اړوندو برخو کې د افغانستان برېښنا شرکت سره همکاري وکړي. دغو شرکتونو په یادو برخو کې خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.
تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به روسي کمپنۍ خپلې تخنیکي ډلې افغانستان ته واستوي، څو د ګډو برېښنایي پروژو د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته شي.


















