پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، روسي ځواکونو د اوکراین په سوېل ختیځ ښار “دنیپرو” کې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پرله‌پسې بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د سیمې والي “اولېکساندر هانژا” ویلي، چې یوازې په ښار کې اته کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

د هغه په وینا، د ټپیانو له ډلې د یو شمېر هغو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې “دنیپرو” ښار د روسیې او اوکراین ترمنځ د څه باندې څلورو کلونو جګړې په جریان کې څو ځله په نښه شوی او بیا-بیا پرې بریدونه شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې جګړه لا هم دوام لري او ملکي وګړي یې تر ټولو ډېر زیان ویني.

مربوطه مطالب

Back to top button