کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القسام لېوا خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د غزې شمالي جبالیا ښار کې د صهیونیستي پوځ د ټانکونو مهمه اډه د “تاندوم” راکیټونو په وسیله په نښه کړې ده.
القسام په خپله اعلامیه کې ویلي: دا برید هغه مهال ترسره شو، چې ځواکونه یې د جګړې له لومړۍ کرښې راستنېدل. د حماس په وینا، د دې برید هدف د اسرائیلي ځواکونو د پرمختګ کمزوری کول او د هغوی زغروالو موټرو زیان اړول وو.
حماس ادعا کوي، چې برید یې بریالی و، د مرکز ډیره برخه او ګڼ ټانکونه یې یې ویجاړ کړي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي پوځ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.


















