کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د غزې د حکومت د مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې له مخې، يوازې ۷۳ مرستهوړونکې لارۍ د يکشنبې په ورځ (۲۷ جولای ۲۰۲۵) غزې ته ورننوتې دي، چې ډېری يې د اشغالګرو ځواکونو تر څار لاندې چور شوې دي.
د سرچينې په وينا، د مرستو کاروانونه نه پرېښودل کېږي چې د وېش مرکزونو ته ورسېږي، بلکې په لوی لاس ګډوډۍ ته لاره هواریږي.
د مطبوعاتي دفتر په وينا، درې ځله هوايي مرستې غورځول شوې دي، خو دا مرستې دومره لږې وې چې د دوو موټرو بار ته هم نه رسېدې، او زياته شوې چې د جګړې په هغو سيمو کې غورځول شوې وې چې ولسي وګړي نه شي ورتلای.
سرچينه ټينګار کوي، چې يوازينی حل دا دی چې د غزې ټولې لارې بېله شرطه پرانيستل شي، محاصره ختمه شي او سمدستي توګه خواړه او ماشومانو ته شيدې ورسول شي.
د خبرپاڼې له مخې، د غزې تړانګه له بېسارې لوږې سره مخ ده، چې ورځ تر بلې پراخېږي. ويل شوي، چې تر اوسه ۱۳۳ تنه د لوږې له امله مړه شوي، چې ۸۷ يې ماشومان دي. ټول ۲.۴ ميليونه وګړي له خوراکي موادو بېبرخې دي، خو له بده مرغه نړيوال غبرګون د خاموشۍ او بېپامي بڼه لري.


















