کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د غزې په شمالي سیمو کې د مقاومت ځواکونو د صهیونیستي اشغالګرو پوځیانو پر پوځي کاروان کمیني برید کړی، چې له امله یې ګڼ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ټپیان دي.
د حماس اړوند القسام لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المیسرة” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د کمین پر مهال یې له درنو چاودیدونکو توکو او راکټونو کار اخیستی او د اشغالګرو پوځي وسایط یې هم ویجاړ کړي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي پوځ تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو اسرائیلي رسنۍ مني چې سیمه کې دا مهال هم جګړه روانه ده او یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















