کابل ټکی کام (سهشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل):
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د یورانیمو غنیسازۍ پرېکړه “احمقانه” بللې او ویلي یې دي، چې تهران باید پوه شي، له جګړې راوتلی او بیا هم د غنیسازۍ خبرې کوي، چې دا “د حماقت تر ټولو لوړ حد” دی. نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا به هیڅکله ایران ته اجازه ورنهکړي چې اتومي بم ته لاره پیدا کړي.
د ټرمپ دې څرګندونو ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ایران نه د فشار، نه د ګواښ او نه د بمبارۍ له لارې له خپل حق څخه تېرېږي. نوموړي ویلي: “موږ پوهېږو چې په وروستي بريد کې څه وشول، خو که بیا برید تکرار شي، ځواب به مو داسې وي چې پټول یې ناممکن وي.”
ایران ټینګار کوي چې د دوی سولهيیز اتومي پروګرام د ژوند ژغورونکو طبي راډیوایزوتوپونو لپاره دی، نه د وسلو جوړولو لپاره.
عراقچي ویلي، چې دغه تکنالوژي یې په خپلو وسایلو او د خپل ملت په اوښکو او وینو ترلاسه کړې، او دا به د بهرني زور له ویرې هېڅکله پرېنږدي.

















