کابل ټکی کام (سهشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل):
د هند د جهارکنډ ایالت په یوه ترافیکي پېښه کې هغه بس له ټرک سره وجنګېد، چې په کې ګڼ شمېر هندو یاتریان “هندو مذهبي سپرلۍ” ناست ول، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه شوي دي.
هندي رسنۍ وایي، یاد بس د هندوانو د عبادت ځانګړې میاشت کې د عبادت لپاره د یو هندو عبادتځای پر لور روان و، چې له ګازو ډک ټرک سره يې ټکر وکړ.
د سیمې یو ځایي چارواکی وایي، مړه شوي کسان ټول د مذهبي سفر پر مهال له خپل ټاټوبې راوتلي وو.
د پېښې انځورونه ښيي چې بس تقریباً له منځه تللی دی.

















