کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۴ل):
د روسیې د ختیځ کامچاتکا ټاپووزمه کې د ۸.۸ درجې زورورې زلزلې وروسته تر څلور مترو پورې د سونامي د راوتلو خبرداری ورکړل شوی.
دا زلزله چې د امریکا جیولوژیکي ادارې له لوري ۱۹.۳ کیلومتره ژوره ثبت شوې، تر زلزلې لږ وروسته یې ۶.۹ درجې قوي پسلرزه هم تعقیب کړه. د روسیې د علومو اکاډمۍ دا د ۱۹۵۲م کال را وروسته تر ټولو زوروره زلزله بللې ده.
یاده زلزله د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو پراخه زلزله بلل شوې، چې له روسیې، الاسکا، هاوايي، تر کالیفورنیا، اورېګون، او واشنګټن ایالتونو پورې د امریکا لویدیځ ساحل یې ولړزاوه.
د جاپان، امریکا، هووايي او یو شمېر نورو پاسفیک هېوادونو چارواکو د سونامي د احتمالي راوتلو له امله د تخلیې امر کړی دی.
ځايي چارواکي او نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا طبیعي پېښه لا هم د نورو زلزلو او تباهکوونکي تسونامي ګواښ لري.
له خلکو غوښتنه شوې چې د بېړنیو حالاتو لارښوونې تعقیب کړي، لوړ سیمو ته پناه یوسي، او تر امن ځایه د تګ لپاره بیړنی اقدام وکړي.


















