کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۴ل):
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې په تېر يو کال کې یې څه باندې ۴.۶ میلیونه اړمنو کسانو ته د خوراکي، غیر خوراکي، نغدي، روغتیایي، سرپناه او د څښاک اوبو په برخو کې بشري مرستې برابرې کړې دي.
یادې ټولنې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمنو ۵۱۱ زره وګړو ته نقدي، خوراکي او نور توکي برابر کړي، چې د مرستو مالي ارزښت یې له ۳۶۹ میلیونه افغانیو لوړ شوی.
د سرې مياشتې مسوولينو د يو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې همداراز وویل، چې د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۲۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت استوګنیز کورونه جوړ شوي دي.
د مسولینو په وينا، یاده ټولنه په ۸ حمایتي مرکزونو کې یتیمانو، کونډو، معلولینو او بېوسه کسانو ته د مسلکي زده کړو ترڅنګ مالي او اعاشوي مرستې هم رسولي، او شاوخوا ۳.۸ میلیونه وګړي د روغتیايي خدماتو څخه برخمن شوي دي، چې پکې ۲۰۰۲ ماشومان د زړه د سوري د ناروغۍ د درملنې لپاره روغتونونو ته معرفي شوي دي.


















