شجاعیه کې د سرایة القدس برید؛ ۳ صهیونیستي اشغالګر وژل وي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي جهاد د پوځي څانګې” سرایة‌القدس” سرچینو ادعا کړې چې د غزې په شجاعیه سیمه کې یې د صهیونیستي ځواکونو پر یوه پوځي هدف بریالی برید ترسره کړی دی. د دوی په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه درې صهیونیستي اشغالګر وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

سرایة‌القدس ویلي چې د دوی ځانګړو ځواکونو یاد عملیات د اشغالګرو پر هغو ځواکونو ترسره کړي، چې هڅه یې کوله په سیمه کې د مقاومت لیکې ماتې کړي؛ خو د مجاهدینو له سخت غبرګون سره مخ او درانه تلفات ور واوښتل

صهیونیستي پوځ تر اوسه د خپلو تلفاتو په اړه کره جزئیات نه دي ورکړي، خو ځینې عبري سرچینې د مرګ‌ژوبلې پخلی کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button