کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلي “کالکالیست” ورځپاڼې د راپور له مخې، د یمني ځواکونو د سمندري بریدونو له امله په صهیوني دولت کې د ودانیزو چارو سکتور له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی. د راپور له مخې، د کارګرانو د کمښت، د خامو موادو د لیږد ځنډ او د ساختماني وسایلو نشتون د دې لامل شوي چې ګڼې پروژې وځنډېږي او د ودانیزو چارو بهیر ټکنی شي.
راپور زیاتوي چې د یمني ځواکونو سمندري بریدونه، چې د صهیوني اهدافو پر وړاندې ترسره کېږي، د مالونو او خامو موادو د رسولو پر لارو اغېز کړی او پایله کې یې ودانیز سکتور له جدي ستونزو سره مخ دی.
کارپوهان وايي که دغه وضعیت دوام وکړي، نو د صهیوني دولت په کور جوړونه او پراختیایي چارو کې به سترې اقتصادي ستونزې رامنځ ته شي.


















