یمني ځواکونو د صهیونیستي ريژیم درې مهم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان کړی، چې بې‌پیلوټه الوتکو یې اشغالي فلسطین کې د صهیونیستي ترهګر ريژیم درې ځانګړي پوځي اهداف په نښه کړي، چې پکې پنځه بې پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.

د اعلامیې له مخې، لومړی برید د یافا اشغالي سیمه کې پر یوه حساس هدف، دوهم برید د عسقلان اشغالي سیمه کې پر یوه پوځي هدف او درېیم برید د النقب اشغالي سیمه کې ترسره شوی او ټول اهداف په بریالیتوب سره ویشتل شوي دي.

د یمن وسله‌والو ځواکونو په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، چې دغه بریدونه د فلسطین له مظلوم ولس او مجاهدینو د ملاتړ په موخه او د صهیونیستي دښمن لخوا په غزه کې د روانې نسل‌وژنې په غبرګون کې ترسره شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د یمن عملیات به تر هغه وخت پورې دوام لري څو چې د غزې پر وړاندې تیری بند او محاصره پای ته نه وي رسېدلې.

یحیی سریع یوځل بیا له ټولو اسلامي او عربي هېوادونو غوښتنه کړې، چې د فلسطین د ملاتړ لپاره خپل ديني، اخلاقي او انساني مسؤولیت ادا کړي او د غزې د محاصرې د ختمېدو لپاره عملي هڅې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button