کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” یو ځل بیا له اسلامي او عربي هېوادونو ته پر فلسطیني ولس د روانو وحشیانه یرغلونو د مخنیوي او د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره د عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي، چې د غزې ولس د بېرحمانه محاصرې، بمباردونو، لوږې او ناوړه انساني شرایطو سره مخ دی، او دا د ټولو مسلمانانو پر غاړه ديني، اخلاقي او انساني مسؤلیت دی چې د دې ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
حوثي زیاته کړې، چې اسلامي هېوادونه باید یوازې په اعلامیو او غونډو بسنه ونه کړي، بلکې د اسرائيلي وحشت د درولو او د غزې د محاصرې د پای ته رسولو لپاره عملي، ژر تر ژره او اغېزمن اقدامات وکړي.
نوموړي په ځانګړي ډول پر هغو هېوادونو نیوکه کړې،چې د فلسطین د مسلې په اړه یوازې د احساساتي شعارونو تر حد پورې پاتې شوي او د امریکا او صهیونیستي رژیم د فشارونو له امله د فلسطین په ملاتړ هېڅ اغېزمن ګام نه شي پورته کولی.
حوثي ټینګار کړی چې د غزې دفاع او د فلسطین د مظلوم ولس ملاتړ یوازې سیاسي نه، بلکې د ايمان او اسلامي اخوت یو اساسي وجیبه ده او هر هغه هېواد او ملت چې پکې پاتې راځي، د الهي پوښتنې له مسؤلیت څخه به خلاص نه شي.


















