کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس نظامي څانګې «کتائب القسام» اعلان کړی چې د خان یونس په جنوبي سیمه کې یې د صهیونیستي پوځ پر کاروان بریدونه کړي او درې زغره والې شوبلې یې په نښه او له منځه وړې دي.
الجزیرې د مقاومت د سرچینو په حواله لیکلي، چې په دې جګړه کې د مقاومت ځواکونو ټانګ ضد توغندي او ماینونو کارولي او صهیونیستي پوځ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخې، برید د خان یونس په ختیځو سیمو کې هغه مهال ترسره شوی، چې د اسرائیلي ځواکونو موټریز کاروان د پرمختګ هڅه کوله؛ خو د قسام ځواکونو برید سره مخ شوي دي.
کتائب القسام ویلي، چې د شوبلو د ویجاړېدو ترڅنګ ګڼ شمېر صهیونیستي عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو دقیق شمېر یې د سختو جګړیزو شرایطو له امله تر اوسه نه دی مالوم شوی.
سرچینې زیاتوي، چې د خان یونس په بېلابېلو برخو کې د مقاومت او اشغالګرو ترمنځ نښتې روانې دي او د اسرائیلي پوځ پرمختګ له سختو خنډونو سره مخ دی.


















