سرایة القدس سره بندي اسرائیلي: سخت وږی یم مرم خوراکي توکي را پرېږدئ

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین مقاومتي ډلې سرایة القدس له خوا یو خپور شوي ویډیویي پیغام کې بندي اسرائیلي پوځي وايي: چې د سختې لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دی او له خپل حکومت غوښتنه کوي چې د خلاصون لپاره یې جدي هڅې وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي: “سخت وږی یم، هیله لرم لږ خوراکي توکي را پرېږدئ، حالت مې ورځ تر بلې خرابېږي
سرایة القدس وایي، چې د بندي اسرائیلي عسکرو حالت د غزې پر خلکو د صهیونیستي ريژیم د محاصرې له امله خراب شوی دی او که خوراکي توکې ور ونه رسیږي مړه به شي.



