د ملا برادر په حضور کې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې، د اوبو او انرژۍ وزارت او د ملي سوداګر میرویس عزیزي اړوند “عزیزي انرژي” شرکت ترمنځ، د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید، لېږد او وېش تړون لاسلیک شو.
د یادې پروژې پلي کېدل به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او له بشپړېدو سره به افغانستان د برېښنا له پلوه ځانبسیا شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت دغه تړون د برېښنا په برخه کې د هېواد د انرژۍ خپلواکۍ او اقتصادي ودې پر لور یو مهم ګام بللی دی.



