میرویس عزیزي: د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا پروژې سره به افغانستان ۲۴ ساعته روښانه شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د هېواد مخکښ خصوصي پانګوال میرویس عزیزي وایي، چې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د پروژو تر بشپړېدو وروسته به ټول افغانستان ۲۴ ساعته له دوامداره برېښنا برخمن شي.

ښاغلي عزیزي دا څرګندونې د یادو پروژو د تړون د لاسلیک پرمهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژې به نه یوازې د هېواد د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي، بلکې د کرنې صنعت به ورسره وده ومومي، کورني عواید به لوړ شي او زرګونه هېوادوال به په کې په کار وګومارل شي.

په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر عبداللطیف منصور هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغانستان د برېښنا د تولید غني سرچینې لري، خو دا سرچینې کار او پانګونې ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار وکړ، چې وزارت یې له پانګه‌والو سره د هر اړخیزې همکارۍ لپاره چمتو دی.

مربوطه مطالب

Back to top button