تېره ورځ ۷۱۳ کورنۍ او ۳۹۴۲ تنه مهاجرین بېرته راستانه شوي؛ ۷۱۴ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د شنبې ورځې په راپور کې ویلي، چې پرون شنبه «د زمري په ۱۱مه» د هېواد له بېلابېلو پولو څخه ټولټال ۷۱۳ کورنۍ (۳۹۴۲ تنه) افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي او ثبت شوي دي. یاد راپور زیاتوي، چې د اسلامکلا، سپین بولدک، تورخم، ورېښمو، بهرامچې او کابل له لارې دوی ته بیلابیل خدمات برابر شوي دي.
د راپور له مخې، له راستنو شویو مهاجرینو څخه ۳۳۲ کورنۍ (۱۵۴۲ تنه) د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او ورته مجموعاً ۱،۱۳۲،۲۴۰ افغانۍ د ټرانسپورټ کرایه ورکړل شوې ده. همداراز له ۷۱۴ کورنیو سره نغدي مرستې شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۵،۷۹۱،۰۰۰ افغانۍ ښوول شوی دی.
دغه راز، د مهاجرینو د معلوماتي پوهاوي، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او مخابراتي اسانتیاوو برخه کې هم خدمات وړاندې شوي دي.



