بریتانوي پوځ: اسرائیلو په غزه کې داسې بریدونه او ويجاړۍ کړي، چې جرمني د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال نه و کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

د «ډيکلاسېفایډ» وېب‌پاڼې د راپور له مخې، د بریتانوي پوځ په یوه تازه راپور کې راغلي چې اسرائیلي پوځ په غزه کې او د غزې پر روغتونونو داسې بریدونه کړي، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال جرمني نه و کړي.
راپور زیاتوي، د بریتانوي پوځ اندېښنه د «اسرائیلو» له روان چلند سره ژوره ده، خو دا اندېښنه د بریتانیا د حکومت له هغه دریځ سره په ټکر کې ده، چې د اسرائیلو د وسلو صادراتو ملاتړ کوي.
سرچینه وایي، د بریتانوي پوځ یو شمېر غړي اوس د اسرائیلو له جنګي جنایتونو په اړه تر حکومتي وزیرانو هم ډېرې روڼې او ښکاره خبرې کوي.
راپور همداراز څرګندوي چې د بریتانیا حکومت اسرائیل بې‌ګناه ګڼي او باور لري چې دغه هېواد په غزه کې جنګي جنایتونه نه کوي، خو دا باور د پوځ له موندنو سره په تضاد کې او هلته جنګي جنايتونه کېږي.
د راپور له مخې، اوس دا خبره عادي شوې چې د بریتانوي پوځ دننه د اسرائیلو له کړنو ژوره اندېښنه موجوده ده، او دا اندېښنه ورځ تر بلې پراخېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button