کاناډا د اسرائيلو د جګړې د پراخېدو پرېکړه وغندله، د اوربند غوښتنه يې وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۴ل)

د کاناډا لومړي وزير مارک کارني د اسرائيلو له خوا په غزه کې د جګړې د لا پراخېدو پرېکړه په کلکه وغندله.

نوموړي ويلي، د اسرائيلو دا ډول د جګړې پراختيا به نه يوازې دا چې د غزې بشري ناورين پای ته ونه رسوي، بلکې د اسيرانو او ملکي وګړو کړاوونه به نور هم ډېر کړي.

کارني پر جګړه کې پر ښکېلو لورو غږ وکړ چې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او د لا زیات تاوتريخوالي مخه ونيسي.

مربوطه مطالب

Back to top button