د اسرائيلي اشغالګرو په بريد کې د الجزیرې د مشهور خبریال انس شریف په ګډون څلور خبریالان شهيدان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د غزې تړانګې الشفاء روغتون مخې ته د خبریالانو پر خیمه د اسرائیلو هوایي برید کې څلور خبریالان شهيدان شوي دي.
په وژل شویو کې د الجزیرې مشهور خبریال انس شریف هم شامل دی. د الجزیرې د معلوماتو له مخې، ۲۸ کلن انس شریف تېره ورځ د الشفاء روغتون له دروازې بهر د خبریالانو پر خیمه د اسرائيلي اشغالګرو د برید په ترڅ کې شهيدان شو.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې محمد قریقه خبریال، ابراهیم ظاهر او محمد نوفل انځورګران هم وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ د خپل برید د توجیه لپاره انس شریف له حماس سره د اړیکو په لرلو تورن کړی دی.
احصائیې ښيي، چې د اسرائیلو د یرغل له پیله تر اوسه په غزه کې ۲۳۷ خبریالان وژل شوي دي.



