کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اخوان المسلمین نړیوال اسلامي غورځنګ په یوه تازه اعلامیه کې له ټولو اسلامي هېوادونو، ملتونو او د امت له ازادو وګړو غوښتي چې د غزې د دفاع لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې غزه د امت وروستی مورچل دی او که دا مورچل سقوط وکړي، د اسلامي نړۍ امنیت، خپلواکي او هویت به له جدي ګواښ سره مخ شي.
اخوان المسلمین ویلي، د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو نه، بلکې د امت ګډه قضیه ده او د هغې د ملاتړ مسوولیت د ټولو مسلمانانو پر اوږو دی. دغه غورځنګ ټینګار کړی چې د غزې د مجاهدینو مقاومت د ټولې اسلامي جغرافیې ساتنه او د امت د عقیدې دفاع ده.
په اعلامیه کې له اسلامي هېوادونو غوښتنه شوې چې د سیاسي او اقتصادي فشارونو پروا ونه کړي، د غزې د ملت ترڅنګ ودرېږي، د سیاسي ملاتړ تر څنګ د بشري مرستو لارې پرانیزي او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي.
اخوان المسلمین همداراز له نړیوالو آزادو وګړو، د بشري حقونو له سازمانونو او رسنیو هم غوښتي چې د غزې د خلکو مظلومیت نړۍ ته ورسوي او د صهیونیستي رژیم د ظلم او وحشت مخنیوي کې خپل رول ادا کړي.


















