که زما دا خبرې تاسو ته ورسېدې، نو پوه شئ چې اسرائیل زما په وژلو او زما د غږ په چوپولو بریالي شوي/ د انس الشریف وصيت او دردونکی پيغام
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
خدای شاهد دی چې ما د خپل ولس د ملاتړ او د هغوی د غږ د رسولو لپاره هر څه چې مې وس کې وو، ترسره کړل. له هغه وخته چې مې سترګې د جبالیا کډوالو په کمپ کې پرانېستې وې، هیله مې دا وه چې الله مې عمر اوږد کړي تر څو له خپلې کورنۍ او خپلو عزیزانو سره خپلې اصلي کلی “عسقلان” (المجدل) ته بېرته ستانه شو، خو د الله مشیت مخکې و او د هغه حکم نافذ شو.
ما درد په هره معنا حس کړی، د غم او د عزیزانو د له لاسه ورکولو تریخوالی مې څو څو ځله څکلې، خو سره له دې هېڅکله مې په دې برخه کې د ریښتینې کیسې د رسولو نه ډډه ونه کړه، پرته له دې چې کوم څه تحریف یا بدل کړم، تر څو الله شاهد وي پر هغو چې چوپ پاتې شول، یا یې زموږ په وژلو رضا ومنله، او پر هغو چې زموږ ساه ګیرې یې محاصره کړې وه او د ماشومانو او ښځو وژل په هغوی کې هېڅ احساس ونه پاراوه، او د هغه عام وژنې مخه یې ونه نیوله چې زموږ ولس له یو نیم کال راهیسې ورسره مخ دی.
زه تاسو ته په فلسطین وصیت کوم، هغه د مسلمانانو د تاج ګاڼه او د هر آزاد انسان د زړه ټکان دی.
زه تاسو ته د دې مظلوم ولس وصیت کوم، په ځانګړي ډول د هغو کوچنیو ماشومانو چې عمر یې د خوب او د امن په فضا کې د ژوند کولو فرصت ور نه کړ، ځکه د اسرائیلي بمونو او راکټونو په زرګونو ټنه چاودېدونکي موادو یې معصوم جسدونه وځپل، ټوټې ټوټې یې کړل او د دېوالونو پر سر یې خپاره کړل.
زه تاسو ته وصیت کوم چې نه مو د زولنو سختۍ چوپ کړي او نه مو د پولو خنډونه ستړي کړي، بلکې د هېواد او ولس د آزادۍ لپاره د پلونو په څېر ودرېږئ، تر هغه چې د عزت او آزادۍ لمر په غصب شوو خاورو کې وځلېږي.
زه تاسو ته د خپل کور د غړو په اړه وصیت کوم:
زه تاسو ته د خپلې لور “شام” وصیت کوم، چې زما د سترګو رڼا ده، خو ژوند راته مهلت رانکړ چې هغه لکه د خپل خوب له مخې لویه ووینم.
زه تاسو ته د خپل زوی “صلاح” وصیت کوم، چې غوښتل مې د هغه د ژوند ملګری او د هغه مرسته کوونکی اوسم، تر څو د عمر په پیاوړتیا سره زما د غم بار راواخلي او دا رسالت بشپړ کړي.
زه تاسو ته د خپلې مور وصیت کوم، چې د هغې د دعاوو په برکت زه دې ځای ته ورسېدم، دعاوې یې زما کلا وې او د هغې رڼا زما لارښود وه. له الله نه غواړم چې د هغې زړه ته تسلي وبښي او زما لپاره د خیر بدله ورکړي.
زه تاسو ته د خپلې مېرمنې “ام صلاح” وصیت کوم، چې د ژوند ملګرې مې ده او جګړې مونږ د اوږدو میاشتو لپاره جلا کړو، خو هغه د ژمنې په وفا کولو کې پاتې نده راغلې، لکه د زیتون ونه کلکه پاتې شوه، صابره او د الله د اجر غوښتونکې وه او زما د نشتون په مهال یې د امانت بار په قوت او ایمان پورته کړ.
زه تاسو ته وصیت کوم چې د هغوی شاوخوا راټول شئ او د الله له رحم وروسته د هغوی تکیه شئ.
که زه مړ شوم، نو زه به پر خپل اصل او هدف ولاړ مړ شم، الله شاهد نیسم چې زه د هغه په قضا راضي یم، د هغه په لیده ایمان لرم، او په یقین پوهېږم چې د الله نزدې څه ډېر غوره او تلپاتې دي.
الله! ما د شهیدانو په قطار کې ومنه، زما تېر او راتلونکې ګناه وبخښه، او زما وینه د خپل ولس او کورنۍ د آزادۍ د لارې رڼا وګرځوه.
که کومه تېروتنه مې کړې وي، بخښنه غواړم، زما لپاره د رحمت دعا وکړئ، ځکه زه په عهد ولاړ پاتې شوم او نه مې بدلون راوست او نه مې بدل کړ.
غزه مه هېروئ…
او ما هم د خپلې بخښنې او قبلېدو په دعا کې مه هېروئ.
انس جمال الشریف
۲۰۲۵/۰۴/۰۶
دا هغه وصیت دی چې زموږ ګران انس د خپل شهادت پر مهال د خپرېدو غوښتن
ه کړې وه.
د پاڼې اداره