د ۱۰ اسلامي هېوادونو علماو او پانګه والو په افغانستان کې د ۲۵۰ شرکتونو د پانګونې پلان اعلان کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)

د پنجشېر ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو پر اساس د قطر، سعودي عربستان، ترکيې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوريې او هند هېوادونو علماو او پانګه والو پنجشېر ته په سفر کې اعلان کړی چې د اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه به په افغانستان کې د ۹ سوه زره ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د پلاوي د لیدنې پر مهال وویل، افغانستان له پنځوس کلنو ناخوالو راوتلی او اوس د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده، هغه له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د سوچه اسلامي نظام د ټینګښت لپاره پانګونه او ملاتړ وکړي.

د یمن د علماو شورا مشر عبدالله الزنداني د افغانستان امنیت بې ساری وباله او د پانګونې ډاډ یې ورکړ، همدارنګه د قطر پانګه وال محمد حسن العمادي په کرهڼې او سیاحت کې د پانګونې ژمنه وکړه.

راغلي پلاوي په ولایت کې د خلکو او چارواکو اړیکې وستایلې او د بهرنيو تبلیغاتو پر وړاندې یې د حقیقت رسولو ژمنه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button