لوګر کې يو ځايي انجینر د ۵۰ زره ډالرو په لګښت پرمختللی لمریز برېښنا سیستم جوړ کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
په لوګر ولایت کې یو ځايي ځوان انجینر د خپلو شخصي مالي سرچینو په لګښت یو پرمختللی او نوښتګر لمریز برېښنا تولیدي سیستم جوړ او فعال کړی دی.
دغه سیستم چې “سټار پاور” نومېږي، د ۳۰۰ لمریزو تختو په وسیله ۲۵۰ کیلوواټه برېښنا تولیدوي او شاوخوا ۱۰۰ کورونو ته د برېښنا دوامداره انرژي برابروي.
د پروژې جوړوونکی انجینر اسماعیل هاشمي وایي، په دغه سیستم کې د هوښیارې انرژي مدیریت ټکنالوژي کارول شوې چې په اتومات ډول د لمریز، وارداتي او جنراتور برېښنا ترمنځ بدلون راولي، څو خلکو ته انرژي پرته له ځنډه ورسېږي.
مسوولينو د دې نوښت ستاینه کړې او دا یې د هېواد د انرژۍ په برخه کې د ځان بساینې او نوښت عملي بېلګه بللې ده.



