کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د غزې د روغتونونو سرچینو خبر ورکړی چې د اسرائيلي پوځ په بېلابېلو بریدونو کې له نن سهاره تر دې دمه لږ تر لږه ۵۵ فلسطينيان شهيدان شوي دي.
سرچینې وايي، دغه وژنې د غزې په ګڼو سیمو کې د توپچي او هوايي بریدونو په ترڅ کې شوي، چې پکې له ۲۰ زیات قربانیان هغه ملکي وګړي دي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
د اسرائيلو د وحشيانه بريدونو له امله لسګونه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د راپورونو له مخې، اسرائيلي الوتکو او توپچي ځواکونو نن چهارشنبه سهار د غزې په بېلابېلو برخو کې پراخ بمبارونه کړي، چې د ملکي تاسیساتو ترڅنګ یې د خلکو کورونه هم په نښه کړي دي.


















