کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر صدیق اف سره د دوهاړخیزو اقتصادي او تجارتي همکاریو په تړاو ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو د ګډې تجارتي شورا جوړولو، د حضوري او انلاین غونډو د تنظیم، ګډې کاري ډلې رامنځته کولو، د سوداګرۍ کور او مرکزونو جوړولو، اقتصادي فورمونو او نندارتونونو د ترسره کولو، ګډو پانګونو، دوه اړخیزو ترانزیټي دهلیزونو، د سوداګرۍ او ترانزیټ موافقو او د ډیجیټلي سوداګرۍ او بانکدارۍ په برخه کې د همکاریو پر میکانیزم بحث وکړ.
د قرغیزستان وزیر افغان سوداګرو ته د ویزې د آسانتیاوو، بانکي اړیکو پراختیا او د ترانسپورت په برخه کې د ملاتړ ژمنه وکړه.
د غونډې په پای کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو د تفاهملیک او د ګډو همکاریو د نقشه لارې سند لاسلیک شو.


















