کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د نیوزیلنډ لومړي وزیر ویلي، چې د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنياهو عقل له لاسه ورکړی او له حده ډېر تېر شوی دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د مرستو کمښت، د اوسېدونکو جبري کډه کول او د غزې اشغال یو بشپړ وحشت دی.
د هغه په وینا، د غزې ښار پر وړاندې وروستی شپنی برید په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او نړیواله ټولنه باید د دې ډول بریدونو پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.
لومړي وزیر زیاته کړه، چې د اسرائيلي ځواکونو کړنې نه یوازې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د نړیوالو قوانینو له مخې د جګړې جرمونه هم ګڼل کېږي.


















