کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
د غزې تړانګې جنوبي ښار خان یونس کې د فلسطیني مقاومت ځواکونو د صهیونیستي اشغالګر پوځ پر کاروانونو سخت بریدونه کړي دي.
د حماس اړوند سرچېنو ویلي، چې د بریدونو پر مهال لږ تر لږه اووه صهیونیستي شوبلې په بشپړه توګه ویجاړې شوې او ګڼ شمېر صهیونیستي عسکر وژل شوي یا ټپیان دي.
سرچېنې زیاتوي، چې دغه عملیات د خان یونس په ختیځو سیمو کې ترسره شوي، چې له څو ورځو راهیسې د صهیونیستي پوځ او مقاومت تر منځ پکې درنې نښتې روانې دي.
د مقاومت ویاند ویلي، بریدونه به تر هغو دوام وکړي څو چې د اشغالګر پوځ له غزې څخه په بشپړ ډول ونه وځي.


















