سيد احمد شاه سادات
پخواني مرستیال ولسمشر، امرالله صالح، په یوه تازه لیکنه کې منلې چې غوښتل یې پرسونل ضد ماینونه افغانستان ته وارد کړي او په هغو سیمو کې یې کېږدي چې د طالبانو حضور ډېر و، خو د دې پلان تر شا د ولسي خلکو برخلیک او د سولې راتلونکی له پامه غورځول شوی و.
په وروستیو ورځو کې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح، یوه لیکنه چې افغان انټرنشنل خپره کړې، خورا ډیر خطرناک اعترافونه یی کړي دی. په دې لیکنه کې صالح په ښکاره مني چې غوښتل یې له یوه بهرني هېواد څخه پرسونل ضد ماینونه افغانستان ته وارد کړي، خو ملګرو ملتونو د دې پلان مخه ونیوله. هغه زیاتوي چې حتی پخواني ولسمشر اشرف غني هم د دغې پروژې سره چندان لېوالتیا ونه ښوده. د صالح په وینا، وروسته یې پرېکړه وکړه چې دا ماینونه په هر صورت کې کېښودل شي، او یوه بهرنۍ کمپنۍ یې راوغوښته، خو تر دې چې کار پیل شي، طالبان د کابل تر دروازو رسېدلي وو.
د دغې اعتراف لیک د جګړې د یوه خطرناک واقعیت څخه پرده پورته کوي: پرسونل ضد ماینونه د جګړې وسایل دي چې تر ټولو زیات یې ولسي خلک قرباني کېږي، نه یوازې جګړه ماران. د افغانستان وروستی نیم پېړۍ تجربه ښيي چې د ماینونو مرګوني اغېز د جګړې له پای وروسته هم لسیزې دوام کوي. د شوروي یرغل پر مهال خښ شوي ماینونه تر اوسه زموږ د هېوادوالو ژوند اخلي او د زرګونو کورنیو غړي یې معلول کړي دي.
حېرانتیا خو لا په دې کې ده چې صالح په همدې لیکنه کې ادعا کوي چې د “زرغون حرکت” مشري کوي او د افغانستان د ټولو قومونو د اتحاد لپاره کار کوي، دا پداسې حال کې چه ماینونه یې په هغو ولایتونو کې خښول چې د طالبانو حضور پکې ډېر و: لکه قندهار، هلمند، اروزګان، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان. پوښتنه دا ده: د قومونو اتحاد د ماینونو په فرشولو څنګه شونی دی؟
صالح په همدې لیکنه کې دا هم ویلي چې د “سهار شپږ نیمو بجو” غونډې یوازې نمایشي وې او د ده سره عملي نظامي واک نه و. د هغه په خبره، نظامي واک د ملي دفاع وزارت او د امنیت شورا په لاس کې و. که دا خبره رښتیا وي، نو د پوښتنې وړ ده چې د دې ماینونو د فرشولو پرېکړه د چا په واک کې وه او څومره همغږي ورسره موجوده وه؟
زما په باور، دغه ډول کړنې نه یوازې د جګړې تودولو لپاره زمینه برابروله، بلکې د اوږدمهاله سولې هره هیله یی له منځه وړله. که دا پلان پلي شوی وای، ښايي سلګونه نور افغان ماشومان، ښځې او بېګناه وګړي د دې مرګونو وسایلو ښکار شوي وای.
اصلاً صالح ته د افغان وینې هېڅ ارزښت نشته، او دا هماغه دلیل و چې هر کال یې د “زرغون”، “شنه” او “نارنجي” حرکتونو په نوم د شهیدانو په اونۍ کې لسګونه هېوادوال قرباني کول. د هغه لیکنې له منځپانګې داسې ښکاري چې غوښتل یې یوه اوږده جګړه پیل شي، چې په پای کې یې افغانستان یوې نیابتي کورنۍ جګړې ته ټېل وهل شي
په افغانستان کې سولې ته اړتیا ده، نه د هغو وسایلو ته چې زموږ راتلونکی نسل هم قرباني کوي. هره تګلاره چې د ولسي خلکو وینه تویوي، که د هر نوم او شعار تر سیوري لاندې وي، باید په کلکه وغندل شي.
سادات


















