د کډوالو وزیر او UNHCR استازي ليدنه؛ د پېښور مرکزونو د ننګرهار او کندهار ته د انتقال غوښتنه شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له استازي عرفات جمال سره ليدلي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړه د افغان راستنېدونکو د شکایتونو او ستونزو یادونه يې کړې.

مولوي عبدالکبير ويلي، چې لاهم له ایران او پاکستان څخه افغان کډوال په جبري ډول شړل کېږي او د خیبر پښتونخوا په ازاخیل کې د ثبت پروسه اوږده ده چې افغانان یې په ګرمه هوا کې له سختو شرایطو سره مخ کړي دي.

دغه راز نوموړي غوښتنه وکړه چې د افغان محصلینو د ویزو ستونزې حل او په پاکستان کې د هغوی د استوګنې لپاره منظم میکانیزم رامنځته شي، همدارنګه د ملګرو ملتونو مرکزونه دې له پاکستان څخه ننګرهار او کندهار ته انتقال شي.

د کډوالو د عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال د اسلامي امارت لخوا په پولو کې د راستنېدونکو د هرکلي او مرستو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت له نږدې وڅاري.

هغه وویل چې په راتلونکې زېږدیزه میاشت کې به په کابل کې د افغان کډوالو په تړاو یوه مهمه ناسته د یو شمېر هېوادونو او بنسټونو په ګډون ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button