یمني ځواکونه: اشغالي فلسطین کې مو صهیونیستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د اشغالي فلسطین په بېلابېلو سیمو کې یې د صهیونیستي رژیم پر مهمو اهدافو توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.

د یمني پوځ ویاند بریدجنرال یحیی سریع ویلي، دغه بریدونه د فلسطیني ولس د ملاتړ او د غزې د جګړې د دوام په غبرګون کې ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د صهیونیستي رژیم پر پوځي او اقتصادي تاسیساتو دقیق بریدونه شوي او درانه مالي زیانونه یې ورته اړولي دي.

د یمن وسله‌وال ځواکونه ټینګار کوي، چې تر هغو به یې بریدونه دوام لري څو چې د غزې پر وړاندې د صهیونیستي ترهګر ريژیم تېری پای ته نه وي رسېدلی.

مربوطه مطالب

Back to top button