مصري سرچینه: حماس د غزې د اوربند د خبرو ژر بیا پیل غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
یوه مصري سرچینه وايي چې د حماس غورځنګ د غزې د اوربند د خبرو د ژر بیا پیل غوښتنه کړې، څو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره زمینه برابره شي.
د قاهرې خبري چینل د دې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د حماس پلاوي د چهارشنبې په ورځ د مصر د عمومي استخباراتو له مشر حسن محمود رشاد سره لیدلي او د اوربند د هڅو پر چټکتیا یې خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې مصر له ټولو اړخونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، څو د اوربند لپاره هوکړې ته ورسېږي او د غزې جګړه پای ته ورسېږي.



