د ایټالیا په لامپیدوسا ټاپو کې د کډوالو کښتیو ډوبېدو پېښه کې ۲۶ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۴ل)

د ایټالیا په سوېلي ټاپو لامپیدوسا کې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه شوې چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې مړه شوي او ۶۰ نور ژغورل شوي دي.

د الجزیرې ټلوېزیون راپور ورکړی چې دغه کښتۍ د لیبیا نه اروپا ته روانې وې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ویاند ویلي چې دواړو کښتیو کې شاوخوا ۹۵ کډوال سپاره وو.

د ایټالیا د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، ژغورونکو پرون ۶۰ کسان ژغورلي چې ۵۶ نارینه او څلور ښځې په‌کې شامل دي.

سرچینې یادونه کړې چې د روان کال له پیله راهیسې په مرکزي مدیترانه کې د اروپا پر لور د تلو پر مهال ۶۷۵ کسان ژوند له لاسه ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button