حکمتیار د افغانستان انټرنشنل راپور رد کړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د افغانستان انترنشنل هغه راپور ناسم وباله چې ګواکې نوموړی د بهرنیو هېوادونو په ناستو کې ګډون کوي او د پاکستان سفر لري.

د حزب اسلامي اړوند د «ډېلي شهادت» په اکس‌اکاونټ کې لیکل شوي چې حکمتیار نه د بهرنیو ناستو کې د ګډون نیت لري، نه ورته بلل شوی او نه هم د پاکستان د سفر کوم پلان لري.

په یادې اعلامیې کې له رسنیو غوښتنه شوې چې له دروغ‌پروپاګند او په ځانګړي ډول له مغرضانه تبلیغاتو ډډه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button