کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
یو لوړپوړي صهیونیستي جنرال چې په لبنان کې یې د حزب الله اسلامي غورځنګ پر وړاندې د وروستۍ جګړې مشري کوله په ډاګه کړې چې د دوی د جګړې ستراتیژي ناکامه شوې ده او حزب الله د پیاوړتیا او بیا منسجمېدو پر لور په چټکۍ روان دی.
جنرال ویلي، سره له دې چې صهیونیستي پوځ هڅه وکړه د حزب الله پوځي توان کمزوری کړي؛ خو دغه ډله د جګړې له پای ته رسېدو وروسته ډېر ژر بېرته منظمه او خپلې لیکې پیاوړې کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د حزب الله د بیا ځواکمنتیا بهیر د تل ابیب لپاره یو ستر امنیتي سرخوږی ګرځېدلی ځکه د حزب الله جګړه ییزې تجربې، د وسلو د زېرمې او د خلکو ملاتړ د هغه ځواک سرچینې دي چې په راتلونکو هر ډول احتمالي جګړو کې به د صهیونیستي پوځ لپاره لوی ګواښ ثابت شي.
جنرال په خپلو خبرو کې ویلي، دا حقیقت چې حزب الله په دومره لنډ وخت کې د بیا منسجمېدو توان لري د صهیونیستي پوځ ټولې محاسبې ګډوډې کړی او له همدې امله د تل ابیب چارواکي د راتلونکو شخړو په اړه له سختو اندېښنو سره مخ دي.


















