د ازبیکستان د انرژۍ وزیر او ځانګړی استازی په رسمي سفر کابل ته راورسېدل

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د ازبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف په رسمي سفر کابل ته ورسېدل او د امارتي شرکتونو له لوی رئیس مولوي احمد جان بلال او د افغانستان برېښنا شرکت له اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر سره یې وليدل.

ازبیکستاني پلاوي د فتحې څلورمې کلیزې په مناسبت افغان چارواکو ته مبارکي ورکړې او د دواړو هېوادونو تر منځ پر همکاریو یې خبرې کړي.

ټاکل شوې ده چې د دې سفر په اوږدو کې د ازبیکستان استازي له افغانستان برېښنا شرکت سره د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک کړي، چې د برېښنا د وېش او پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button