د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال: د افغان کډوالو په ایستلو سره ځینې ولایتونه د کارګرانو له کمي سره مخ دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال علي اکبر جمشیدیان ویلي، چې د افغان کډوالو په ایستلو سره د دغه هېواد ځینې ولایتونه د کاري ځواک له کمښت سره مخ شوي دي. نوموړي زیاته کړې، ډېری کار ورکوونکي د افغان کارګرو په ګومارلو کې لېوالتیا لري.

جمشیدیان د یوې مرکې پر مهال څرګنده کړې، چې تر دې وړاندې په ایران کې شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوال مېشت وو چې له دې شمېرې څه باندې دوه میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لرل.

 د هغه په وینا، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري د ایران لپاره لویه ستونزه جوړوي او باید خپل هېواد ته ستانه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button