یمني ځواکونو بن ګورین نړیوال هوايي ډګر په بالستیک توغندیو ویشتلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د فلسطین د مظلوم ولس او مجاهدینو د ملاتړ په موخه یې د اشغالي فلسطین یافا ښار کې بن ګورین هوایي ډګر په بالستیک توغندیو ویشتلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یمني ځواکونو د توغندیزې څانګې له لوري د «فلسطین۲» په نوم د فوق‌صوتي بالستیک توغندیو په وسیله د یافا په سیمه کې د «اللد» نړیوال هوايي ډګر په نښه شو چې په خبره یې برید په بشپړ ډول بریالی وو. د برید له امله زرګونه صهیونیستان پټنځایونو ته تښتېدلي او د هوايي ډګر فعالیتونه ځنډېدلي دي.

یمني ځواکونو وسله‌والو زیاته کړې، چې د نږدې دوو کلونو راهیسې په غزه کې روانه بې ساری نسل‌وژنه او د محاصرې سیاست د نړۍ د سترګو لاندې دوام لري، او د اسلامي امت چوپتیا او بې‌پروايي د پوښتنې وړ ده.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د یمن وسله‌وال ځواکونه به د خپل دیني، انساني او اخلاقي مسوولیت له مخې د فلسطیني ولس تر څنګ ولاړ وي او د غزې د محاصرې تر ختمېدو او د بریدونو تر درېدو پورې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button