کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د اسد میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کټوازي ګروپ خصوصي شرکت له مسوولینو سره د کابل ښار ته د اوبو د انتقال په تړاو ناسته وکړه. هغه وویل، اسلامي امارت د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې ته جدي متوجه دی او د حل لپاره عملي هڅې کوي.
د کټوازي ګروپ مسوولینو په ناسته کې څرګنده کړه چې دوی چمتو دي د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د انتقال پروژه کې پانګونه وکړي. د هغوی په وینا، د اوبو او انرژۍ وزارت د اسنادو تر ترلاسه کېدو وروسته به تخنیکي ټیمونه ساحې ته واستول شي او د دوو اوونیو په ترڅ کې به د پروژې سروې او ډیزاین بشپړ کړي.
ملا عبدالغني برادر د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته دنده وسپارله چې اړوند اسناد له شرکت سره شریک کړي او د پروژې تخنیکي، مالي او تطبیقي اړخونه ورسره وڅېړي.
هغه د یاد شرکت مسوولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې په دوو اوونیو کې خپل ګډ راپور د اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.


















