کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
حماس اسلامي غورځنګ د یمني ځواکونو لخوا په اسرائیلو د تېرې شپې د ځپونکو بریدونو ستاینه کړې ده.
د اسلامي مقاومت غورځنګ په یوه خپره کړې وینا پاڼه کې دغه بریدونه د اسلامي امت د همغږۍ او ګډ مقاومت څرګندونه بللې ده.
د حماس وینا پاڼه کې راغلي: «یمني ځواکونو یوځل بیا د عزت، غیرت او د فلسطین د قضيې د ملاتړ بېلګه وړاندې کړه. هر اسلامي هېواد یې باید له یمن څخه زده کړي ،چې څنګه د امت د مقدساتو او د فلسطین د آزادۍ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»
حماس اسلامي غورځنګ ټینګار کړی، چې د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو نه ده، بلکې د ټول اسلامي امت ګډ مسوولیت دی.
د یادونې وړ ده، چې یمني ځواکونو تېره شپه پر صهیونیستي اهدافو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو ګڼ بریدونه ترسره کړل، چې د صهیونیستي رژیم د هوایي دفاع سیسټمونه یې له ستونزو سره مخ او پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړې.


















