کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ «جمعه، ۳۱ زمری» د هېواد له بېلابېلو لارو په اجباري ډول راستانه شوي افغان مهاجرینو ته اړین خدمات وړاندې شوي دي. د معلوماتو پر بنسټ، په همدې ورځ ټول ټال (۱۶۹۳) کورنۍ چې (۶۲۰۲) تنه غړي لري، هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، د هرات د اسلام کلا له لارې (۹۱۸) کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو له لارې (۱۴۱) کورنۍ او (۷۵۳) مسافر، د کندهار له سپین بولدک څخه (۹۳) کورنۍ او د ننګرهار له تورخم څخه (۵۴۱) کورنۍ هېواد ته داخل شوي دي. په ورته وخت کې د کابل له مرکزه هم (۳۳۵) کورنۍ د بېلابېلو ولایتونو پر لور په خوندي ډول لېږدول شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې د اړوندو کمېټو له لوري یادو مهاجرینو ته د کرایې، نغدو مرستو، روغتیايي خدماتو، عامه پوهاوي او مخابراتي اسانتیاوو په برخو کې لازمې مرستې برابرې شوې دي.
د شمېرو له مخې، په دې ورځ (۸۰۷) کورنۍ چې (۴۴۰۵) تنه یې جوړوي، لېږدول شوي، (۹۵۵) کورنیو ته نغدي مرسته رسېدلې او (۱۴۷۱) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه وېشل شوي دي.


















