کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د بلخ امنیه قومانداني وایي، درې وسلهوال غله د دغه ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
د قومانداني په وینا، یاد کسان تېره شپه د غلا په موخه یوې کورنۍ ته ورننوتل چې مجاهدین په وخت خبر شول او اقدام یې وکړ.
د خبرپاڼې له مخې، له وسلهوالو غلو سره د لنډ مقاومت پر مهال درې تنه وژل شوي او یو بل یې له سیمې تښتېدلی دی چې د نیولو هڅې روانې دي.
سرچینې زیاتوي، له وژل شوو کسانو څخه دوه تومانچې، یوه بله میله وسله او یو موټرسایکل د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې وړمه شپه په هرات ولایت کې هم یو وسلهوال غل له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوی و.


















